د امریکا ولسمشر ددغه هېواد د ولسي جرګې له لوري دده د استیضاح پرېکړه غندلې ده. نوموړي نانسي پلوسي ته په یوه لیک کې لیکلي چې د استیضاح کلیمه خورا درنه ده او ځانګړی اهمیت لري. د ټرمپ په خبره دغه استیضاح یوازې د ولسواکۍ د ختمولو او زیانمولو په موخه جوړه شوې ده. د امریکا ولسي جرګې غواړي چې ولسمشر ټرمپ استیضاح کړي. پر نوموړي تور دی چې د امریکا له ولسي جرګې سره یې په ځينو مسایلو کې همکاري نه ده کړې او د ځينو موخو لپاره یې پر اوکرایني حکومت فشارونه راوستي دي. د ټرمپ استیضاح زر واقع کېدونکې ده خو دده حکومت هڅه کوي ددغه استیضاح مخه ونیسي. د ولسي جرګې تر استیضاح وروسته به د امریکا سنا د ټرمپ په اړه پرېکړه کوي.






































