د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی دی چې په عراق کې به خپل سفارت کې د امریکایي ډیپلوماټانو شمېر راکم کړي. د یاد وزارت په وینا، دا اقدام یې له دې امله کړی دی چې وکولی شي په ښه ډول هلته روانې چارې وڅاري خو امریکایي منتقدین وایي، په عراق کې د امریکایي سفارت د ډیپلوماټانو د شمېر کمول به په سیمه کې د ایران د نفوذ مخنیوي لپاره د ټرمپ تګلاره ناکامه کړي. د دوی په وینا دا چاره دغه راز د عراق د ثبات او بیا رغونې لپاره د واشنګټن پر هڅو هم سیوری غوړوي. د یادونې ده چې امریکا څه موده وړاندې هم ویلي وو چې تر ۲۰۲۰ میلادي کال پورې به په دې هېواد کې د خپلو ملکي کارکوونکو شمېر له ۴۸۶ څخه ۳۴۹ نفرو ته راښکته کړي. که څه هم وړاندې تر دې ویل شوي وو چې امریکا به له دې هېواد څخه خپل سرتېري هم وباسي خو بهرنیو چارو وزارت، په دې هېواد کې د ۶ زره سرتېرو په اړه څه نه دي ویلي.






































