د امریکا د استازو جرګې په لوړ اکثریت د ټرمپ د استیضاح پرېکړه تصویب کړه. له دغه تصویب سره ټرمپ د امریکا په تاریخ کې درېیم ولسمشر دی چې په ولسي جرګه کې یې د استیضاح پرېکړه تصویبېږي. پر هغه تور دی چې د کنګرې په کارونو کې یې ناغیړي کړې او دغه راز یې د سیاسي موخو لپاره پر اوکراین فشارونه راوستي دي. تر دې وروسته به پرېکړه د امریکا سنا ته ځي او که هلته تایید شي نو ټرمپ له دندې ګوښه کېږي. خو د رسنیو په خبره دا کار ځکه ناممکن ښکاري چې د سنا ډېری غړي جمهوري غوښتونکي دي او دوی به د ټرمپ پر ضد رایه ور نه کړي.






































