د قطر امیر تمیم بن حمد الثاني وایي، په سیمه کې د بې ثباتۍ او تاوتریخوالي اصلي لامل اسراییل دی. هغه دا څرګندونې نن د مالیزیا په پلازمېنه کولالامپور کې د اسلامي هېوادونو د مشرانو ناستې ته په خبرو کې کړې دي. الثاني ویلي، موږ د معیارونو په برخه کې له دوه ګوني چلند سره مخ یو چې مهم هغه یې د بشري حقونو په برخه کې د یادونې وړ دی. هغه زیاته کړې، د ثبات تر ټولو مهم اصل د دوه اړخیز درناوي پر بنسټ د اړیکو رغول دي خو اسراییل دا اصل ډېری وخت په پام کې نه نیسي. د قطر امیر د خپلو خبرو پر دوام زیاته کړې، دوی په سیمه کې د زورګویي، محاصرې او دیکتاتوري مخالف دي او نور هېوادونه هم باید دې اصولو ته په پام خپل کورني او بهرني سیاستونه تنظیم کړي او په ټولو هېوادونو کې له تروریزم څخه مشخص تعریف ولري.






































