واشنګټن ټایمز په سعودي عربستان کې د تېلو پر یوه چاڼځای د برید اطلاعات خپاره کړي دي. سرچینه کاږي دا د امریکايي استخباراتو د څېړنو او پلټنو په اړه خپاره شوي اسناد دي. په اسنادو کې راځي چې په هوایي بریدونو کې کارول شوې ډرون د ایران الوتکو ته ورته دي او دا په دې مانا ده چې دغه هېواد په یادو بریدونو کې لاس لري. بلخوا د ایران لپاره د امریکا ځانګړي استازي هم ویلي چې په دې برید کې د ایران په مستقیمه یا غیر مستقیمه لاسوهنه سترګې نه شي پټېدلی. څه موده وړاندې د سعودي عربستان د تېلو پر یوه ستر چاڼځای بریدونه وشول چې دغه هېواد یې میلیاردونه ډالر زیانمن کړ. حوثي یاغیانو ددغه برید مسوولیت منلی و.






































