وړمه شپه ګډو ځواکونو د بلخ ولایت په بلخ ولسوالۍ کې عملیات کړي او د بوکې په کلي کې یې په هوايي برید کې د یوې کورنۍ اووه ملکي وګړي شهیدان کړي دي. په شهیدانو کې دری ماشومان، ښځې او نور بې ګناه وګړي شامل دي. حکومتي چارواکو تر پرون پورې نه منله چې ملکیان یې وژلي، دفاع وزارت د څېړنو خبره کوي، خو وايي، ملکیان د طالبانو په توغول شوي هاوان کې شهیدان شوي. د سیمې خلک بیا وايي، برید ګډو ځواکونو کړی دی. په ولسي جرګه کې د بلخ د خلکو استازی هم چې پرون د قربانیانو له کورنیو سره و، وايي چې برید ګډو ځواکونو کړی او دوی به یې په شدت سره پوښتنه کوي. په ټولنیزو رسنیو کې د قربانیانو جسدونه او د کورنۍ د یوازیني پاتې شوي سپین ږیري زړه بوږنوونکي تصویرونه خپریږي.
دا نه لومړنی هوايي برید دی او نه هم وروستنی، چې پکې ملکي وګړي وژل کېږي. بهرنیو او ګډو ځواکونو بیا بیا د خلکو پر کورونو هوايي بریدونه کړي، ښځې، ماشومان او نور بې ګناه وګړي یې وژلي دي. دوی وروسته هڅه کړې چې دا وحشتونه پټ کړي او یا یې هم بل ډول وښيي، خو د دوی وحشت افشا شوی دی. له افشا وروسته یې د څېړنو خبره کړې او پلاوی یې ټاکلی، خو هېڅکله نه د څېړنو پایلې راغلې او نه هم له قاتلینو پوښتل شوي چې ښځې او ماشومان یې ولې وژلي دي. د بلخ وروستۍ پېښه له دې امله هم حیرانوونکې ده چې سیمه د حکومت تر کنټرول لاندې ده. د حکومت تر کنټرول لاندې سیمه کې شپني عملیات ولې وشي، بیا هوايي بریدونه او ببمارۍ ولې وشي او هغه هم د ملکي وګړو پر کورونو باندې؟! دا یوازې وحشت او جنایت دی چې په هېڅ ډول نه توجیه کېږي.
په واقعیت کې اوسني واکمن له خپلو خلکو سره په جګړه کې دي. دوی خپل ولس وژني او هر افغان ورته خپل دښمن ښکاري. دوی د دې ولس د ارزښتونو او ارمانونو پر ضد ولاړ دي. دوی ته د دې وطن، ښځه، ماشوم، سپین ږیری او بل هر وګړی مهم نه دی. دوی ته یوازې خپلې شخصي ګټې، د ټرمپ رضا او هغه نارینه او ښځې مهمې دي چې د دې وطن د دین، کلتور او ارزښتونو پر خلاف ولاړ دي. له همدې امله پر هغو ښځو بمونه غورځوي چې د دې وطن پر کلتور سمبالې دي او هغه خلک وژني چې د دوی په شان فکر نه کوي. اوسني واکمن له خپلو خلکو سره په دښمنۍ کې د خلکو د سترې هیلې او غوښتنې (سولې) مخالفت کوي، خنډونه جوړوي او غواړي د ښځو، ماشومانو او نورو بې ګناه وګړو وحشیانه وژل همداسې دوام وکړي.
اوسني واکمن باید پوه شي چې د دوی ورکه راغلې ده. هغوی چې خپل ولس وژني، د خپل ولس د ارزښتونو او ګټو پر ضد ولاړ وي، باید پوه شي چې زوال یې حتمي دی. خلک د دوی پر ضد ولاړ دي، خپل ارزښتونه ساتي او د خپلو ښځو او ماشومانو د وینو درناوی کوي. له همدې امله د دغو ولس دښمنه واکمنو ټغر ور ټولوي او خپل هېواد به له دې وحشتونو خلاصوي.