له چین راستانه شوي ټول کسان د روغتیايي کارکوونکو تر څارنې او کنټرول لاندې دي. د عامې روغتیا وزارت وایي چې تر دې دمه له چین ۲۶۹ کسان هېواد ته راستانه شوي او دوی هر څه څاري. د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز وایي، د عامې روغتیا کارکوونکي ټول دغه کسان څاري او هره ورځ یې معاینات کوي. دده په خبره راستانه شوي کسان باید تر ۱۴ ورځو پورې تر څارنې لاندې وي. فیروز دغه راز وایي چې دوی له چین د محصلینو راستنولو ته تیار دي خو د روغتیا نړیوال سازمان بېړنی حالت اعلان کړی دی او په دې حالت کې دوی کوم اقدام نه شي کولی. بلخوا په چین کې افغان سفیرهم وایي چې له محصلینو سره په اړیکه کې دي او هر څه له نږدې څاري خو تر اوسه د افغانانو ترمنځ د کرونا کومه پېښه نه ده رامنځ ته شوې.