د روغتیا نړیوال سازمان وایي چې کرونا ویروس تر اوسه په نړۍ کې چټکه او خطرناکه پراختیا نه لري. ددغه سازمان د ساري ناروغیو د برخې مشر په ژنیو کې د خبرو پر مهال ویلي، چې د نورو نړیوالو ساري ناروغیو په پرتله د کرونا ناروغۍ ځاني زیانونه تر دې دمه کم دي. د سرچینې په خبره دغه ناروغۍ تر اوسه ۴۲۵ کسه وژلي چې تر ډېره په چین کې دي. همدا راز تر دې دمه ۲۰ زره کسان په دغه ناروغۍ اخته دي. یاد سازمان د چین هڅې یو ځل بیا ستایلې دي چې ددغه ویروس د پراختیا مخه یې ونیوله. د روغتیا نړیوال سازمان لا هم بېړنی حالت دوامداره بولي او پر هېوادونو غږ کوي چې ددغه مرض د پراختیا په مخنیوي کې له چین سره همکاري وکړي.