روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي، غواړي د وسلو د کنټرول، د سیمه ییز بحران د سوله ییز حل او ځینې نورو موضوعاتو په اړه له امریکا سره خبرې اترې وکړي. د سینهوا خبري اژانس د خبر له مخې، پوتین په کریملین کې د ۲۳ هېوادونو د نویو سفیرانو د باور لیکونو د منلو پر مهال ویلي، د سیمې د ثبات او د تسحلیحاتو د کنټرول لپاره د امریکا او روسیې اړیکې خورا مهمې دي او دی غواړي، د همدې موضوعاتو ترڅنګ د ستراتيژيک ثبات او ترهګرۍ ضد مبارزې په ګډون د ځینو مهمو مسائلو په اړه له امریکا سره خبرې وکړي. هغه زیاته کړې، د دواړو هېوادونو ترمنځ نږدې همکارۍ نه یوازې د سیمې، بلکې د ټولې نړۍ په ګټه دي.






































