د ایټالیا په شمالي سیمه لودي کې له مسیره د یو ریل ګاډي د اوښتو پېښه کې ۲۹ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. راپورونه وایي، دا ریل ګاډی چې میلان سالرنو ته روان و، د لارې په اوږدو کې له ریللارې منحرف شوی دی چې له امله یې دوه تنه وژل شوي او ۲۷ نور سخت ټپیان دي. د یادې سیمې پولیسو ویلي، دا ریل ګاډی نن سهار وختي په لودي سیمه کې له خپل مسیره اوښتی دی او څلورسوه میتره لرې له یو انبار سره تر ټکر وروسته یې اور اخیستی دی او د چلونکي په ګډون یې دوه تنه وژل شوي او ۲۷ نور ټپیان دي. پولیس وایي، مرستندویان سیمې ته رسېدلي او ټپیان یې روغتونونو ته لېږدولي دي. د هغوی په خبره، د ټپیانو روغتیایي حالت د ډاډ وړ دی.






































