د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو د اذربایجان په پلازمېنه باکو کې خبریالانو سره د خبرو پر مهال سوریې ته خبرداری ورکړی دی چې که چېرته خپلو پاروونکو اقداماتو ته دوام ورکړي نو پېښمانه به شي. نوموړي په سوریه کې پر خپلو ځواکونو وروستي برید ته په اشارې ویلي، دوی ډاډه دي چې دا برید سوریایي ځواکونو کړی دی او په وینا یې که چېرته هغوی خپلو بریدونو ته دوام ورکړي نو ورته ځواب به ورکړي. نوموړي سوریایي ځواکونو ته په خطاب کې ویلي، د دوی حوصله دې نه ازمایي او که چېرته یاد هېواد له خپله حده واوړي نو دوی به یې هم پر وړاندې چوپ پاتې نشي. اوغلو د خپلو خبرو پر دوام زیاته کړې، د دوی یوازینۍ موخه د سوریې په ادلب کې د روانې تراژیدۍ ختم دی او دوی په دې اړه له روسیې سره هم خبرې کړې دي.






































