د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپلې استیضاح د محکمې څخه برائت اخیستو وروسته ویلي، هغه څه چې ده سره شوي، باید له هېڅ ولسمشر سره ونشي. ټرمپ تېره ورځ په سپینې ماڼۍ کې ویلي، چې ده هېڅ غلطي نه وه کړې، خو په ډیرې بې انصافۍ یې دده لپاره دوزخ جوړ کړی و. ټرمپ ویلي، چې دې هرڅه ته د لویې لاسته راوړنې او کامیابۍ په سترګه ګوري. نوموړي ویلي د استیضاح لپاره يې درې کاله وړاندې کار پیل شوی و. ټرمپ باندې د کانګرس د استازو مجلس لخوا چې ډیری غړي یې ډموکراتان دي له قدرت څخه د ناوړه ګټې اخیستنې او د کانګرس د کار مخنیوي تورونه لګیدلي و خو بیا د سنا په مجلس کې چې ډیری غړي یې جمهوري غوښتونکي دي برائت ورکړل شو. ټرمپ همداراز له خپلې حقوقي ډلې، د جمهوري غوښتونکو سناتورانو او استازو څخه مننه کړې ده.






































