چين کې د کورونا ويروس له کبله د وژل شوو کسانو شمېر ۵۶۳ تنو ته رسېدلى دى. د چين د روغتيايي بنسټونو په وينا، ۱۰ زره او ۹۹۰ کسان په روغتونونو کې بستر دي، چې د ۵۷۶ تنو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى. په نړۍ كې تر دې مهاله تر ۲۰ زرو ډېر کسان په کورونا ويروس اخته شوي دي. روغتيايي فعالان په ساه اخيستلو کې سختوالى او يا تنفسي ستونزې، تبه او دوامداره ټوخى د ياد ويروس عمده نښې بولي.






































