د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو د عراق په نجف ښار کې د اعتراض کونکو پر وړاندې په تاوتریخوالي د واشنګټن غوسه څرګنده کړې او له بغداد یې غوښتي چې سمدستي دې مشروع شکایتونو ته رسېدنه وکړي. د مایک پومپیو دا بیان یوه ورځ ورسته له هغې خپریږي چې په نجف کې لږ تر لږه اته اعتراض کوونکي ووژل شول. دا اعتراض کوونکي هغه مهال ووژل شول چې په عراق د یو بانفوذه شیعه ملا مقتدا صدر پلویان په دې جنوبي ښار کې د حکومت ضد اعتراض کوونکو پر کمپ ورغلل. له میاشتو راهېسې د عراق په نجف ښار د حکومت ضد اعتراضونه روان دي چې ډېر کله د چارواکو له خوا له ځپونکو اقداماتو سره مخ شوي.






































