یوه ملکي الوتکه چې پرون سهار له تهرانه دمشق ته روانه وه، د اسرايیل او سوریې ترمنځ یو پر بل بریدونو کې ایساره شوه. اوس روسیې تایید کړې چې دا الوتکه اړ کړل شوه چې خپل مسیر بدل کړي او د دمشق هوايي ډګر پر ځای په حمیمیم پوځي هوايي اډه کې کېني. روسي رسنۍ وايي، د سوریې هوايي دفاع د اسراییل له لوري یوه برید ته غبرګون وښود او د دې ځوابي برید له امله ملکي الوتکه اړه شوه چې خپل مسیر بدل کړي. په راپورونو کې ویل شوي چې دې الوتکې ۱۷۲ تنه لېږدول او په دمشق هوايي ډګر کې ددې الوتکې د ناستې پرمهال د اسراییل برید ته د سوریې هوايي دفاع له خوا ځواب وویل شو. د روسیې دفاع وزارت پر اسراييل تور لګولی چې له ملکي الوتکې یې د سوریې د هوايي دفاع ځواک په مقابل کې د ډال په توګه کار اخیستی.






































