سعودي عربستان د اسلامي همکارۍ سازمان په غونډه کې د کشمیر مسئلې په اړه د پاکستان د څېړنې غوښتنه رد کړې ده. د هندو ورځپاڼې راپور له مخې، پاکستان د روانې میاشتې په لومړیو کې ویلي وو چې پاکستان له ډیپلوماټیکو لارو د کشمیر مسئله کې د بریا خپلولو په لټه کې دی او د یادې مسئلې په اړه یې له عربستان څخه د مرستې ډاډ تر لاسه کړی دی خو په هغه وخت کې یاد سازمان په خپله اعلامیه کې په دې اړه هیڅ نظر نه و ورکړی. د ورځپاڼې په خبره، ډان ورځپاڼې په دې وروستیو کې راپور ورکړی دی چې سعودي د کشمیر مسئلې په اړه د پاکستان غوښتنه رد کړې ده. د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په خپله وروستۍ وینا کې ویلي وو چې دوی د سولې غوښتونکي دي او له ډیپلوماټیکو لارو هڅه کوي د کشمیر د ازادۍ ډاډ تر لاسه کړي.






































