د خیبرپښتونخوا د ډېره اسماعیل خان محکمې د پښتون ژغورنې غورځنګ د بندي مشر منظور پښتین پر ضد د ثبت شویو دوو قضیو په اړه د ضمانت منظوري ورکړې ده. په یاده محکمه کې د پښتین وکیل، قاضي شاکرالله ویلي، د پښتین پر ضد د ثبت شویو قضیو په اړه محکمه په سپیناوي ورکولو کې پاتې راغلې ده او پر هغه لګول شوي تورونه بې اساسه ثابت شوي دي. هغه زیاته کړې، د پښتین پر ضد د ثبت شوي بل تور په اړه به د راتلونکې دوشنبې په ورځ پرېکړه کېږي او نوموړی به محکمې ته وړاندې کېږي. خو هغه ډاډ ورکړی دی چې راتلونکې محکمه اسانه ده ځکه وړاندې تر ده هم د پي ټي ایم پر ځینو غړو دې ته ورته تورونه لګول شوي دي چې محکمې یې د سپیناوي لپاره دلایل نه دي راوړي. پر منظور پښتین هم لکه د یاد غورځنګ د نورو غړیو په څېر له قانونه د سرغړونې تورونه لګول شوي دي او له یوې اوونۍ ډېره موده کېږي چې د پاکستان په بند کې دی.






































