ټایلنډي سرتېري په یوه وسله وال برید کې ۲۰ کسه وژلي او ۳۵ نور یې ټپیان کړي دي. د رسنیو د راپورونو له مخې د ټایلنډ د پوځ یوه غړي په یوه لوی او له ګڼې ګوڼې ډک پلورنځي کې پر خلکو ډزې کړې دي. سرچینه زیاتوي چې په پېښه کې ۲۰ کسه وژل شوي دي او ۳۵ نور ټپیان دي. په ټولنیزو رسنیو کې په خپرو شوو ویډيوګانو کې ښکاري چې ساحه د پولیسو له لوري سخته کلابنده ده او لسګونه پولیس د پلورنځي شاوخوا چاپېره دي. دغه سرتېری د پولیسو په ډزو کې وژل شوی دی. د برید اصلي انګیزه تر اوسه نه ده معلومه خو پولیس وایي په دې اړه به پلټنې کوي.






































