د مرکزي او جنوبي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله الیس وېلز وايي چې د ملي یووالي حکومت مشران دې د ټاکنو د پایلو تر اعلان پورې خپلو همکاریو ته دوام ورکړي. نوموړې ویلي چې خلک د ټاکنو پایلو ته په تمه دي، خو هیله ده چې حکومتي رهبران د هېواد امنیت، ثبات او اقتصاد ته پام وکړي. الیس وېلز له هغه وروسته دا څرګندونې کوي چې د ملي یووالي حکومت یو مشر محمد اشرف غني په یو اړخیز ډول څو سرپرست وزیران لرې کړل او نوې ټاکنې یې وکړې، خو عبدالله دغو ټاکنو ته غبرګون وښود او مخالفت یې وکړ.
دا په رښتیا هم د شرم، خجالت او ذلت ځای دی چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت زموږ حکومتي مشرانو ته وايي چې په خپلو کې همکاري وکړي او د لانجو پر ځای د هېواد امنیت، ثبات او اقتصاد ته پام وکړي. که په دغو حکومتي مشرانو کې لږ هم افغاني غرور پاتې وی، دوی به هېڅکله داسې کړنې نه وی کړې، چې خپله دوی او افغانستان ته د شرم او خجالت سبب شوې وی. له بله اړخه دوی د واک لپاره دومره سپین سترګې کوي چې کله قوانین تر پښو لاندې کوي او کله هم خپلمنځي هوکړې. د ملي یووالي حکومت د افغانستان د اساسي قانون، تاریخ او ارزښتونو خلاف د یوې سیاسي معاملې په پایله کې جوړ شو. محمد اشرف غني او عبدالله د واک د ویشلو او ګډ حکومت جوړولو رسمي پرېکړه وکړه. دوی دا نه بښل کېدونکی جرم وکړ او اساسي قانون یې تر پښو لاندې کړ، خو ویل به یې چې دا کار د افغانستان د سترو ګټو لپاره کوي. دوی چې د هوکړې پر اساس حکومت جوړ کړ، نو بیا خو دې لږ تر لږه دا اخلاقي مسوولیت احساس کړي چې خپلې دې هوکړې ته ژمن پاتې شي او نور داسې له شرمه ډک کارونه ونه کړي چې د امریکا د بهرینو چارو وزارت هم زموږ په ورځنیو چارو کې لاسوهنه وکړي. دوی خو دې رښتیا د سترو مصلحتونو په اړه لږ فکر وکړي.
اشرف غني او عبدالله باید دواړه پوه شي چې اته میاشتې وړاندې د ملي یووالي حکومت د مشرانو کاري موده، که څه هم له سره ناقانونه وه، ختمه شوې. د دوی کار نه د اساسي قانون پر اساس، نه د هوکړې پر اساس او نه هم د بل څه پر اساس قانوني جواز لري. دا په واضح ډول د اساسي قانون خلاف واکمني ده چې خلک یې هم له عذاب سره مخ کړي. له بده مرغه لا هم معلومه نه ده چې تر کله پورې به د دوی کار همداسې دوام کوي. کله چې د دوی واکمني ناقانونه ده او هېڅ ډول جواز نه لري، خو خلک یې بیا هم زغمي، نو پکار ده چې دوی هم لږ د خلکو او افغانستان په اړه فکر وکړي. دوی باید د واک غځولو، زیاتولو او انحصار هڅې پرېږدي. لږ باید د شرم او خجالت احساس وکړي او داسې کارونه ونه کړي چې بیا د بل هېواد د بهرنیو چار وزارت دوی ته توصیه وکړي چې د خپل هېواد امنیت، ثبات او اقتصاد ته پام وکړئ.