د امریکا سنا مجلس یوه داسې پرېکړه لیک ته رایه ورکوي چې له مخې یې له ولسمشر ټرمپ نه غوښتل کېږي چې د ایران پر وړاندې د امریکا پوځیان ونه کاروي. دېموکراتان وایي چې له ایران سره په جګړه کې بېړه به ممکن په عراق کې د امریکا تېروتنې بیا تکرار کړي. د پرېکړه لیک جوړونکي، دېموکرات سناتور ټېم کېن د مایک لي او رانډ پاول په شمول د یو شمېر محدودو جمهوريت غوښتونکو سناتورانو ملاتړ ګټلی دی. دوی پر جنرال سلیماني د امریکا د برید په اړه د جنورۍ په اتمه نېټه د ټرمپ توضحیات بشپړ نه بولي. اکثرو جمهوریت غوښتونکو پر پرېکړه لیک نیوکه کړې او ویلي دي چې دا د ډونالډ ټرمپ قانوني واکونه محدودوي.






































