د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په اسلامآباد کې له ولسمشر عارف علوي، صدراعظم عمران خان او یو شمېر نورو لوړ رتبه چارواکو سره خبرې کوي. اردغان تېره ورځ پاکستان ته تللی. له نوموړي سره پاکستان ته د ترکیې د حکومت یو شمېر چارواکي او د خصوصي شرکتونو مسوولين هم ملګري دي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د اردوغان د دې سفر هدف د اسلامآباد او انقرې ترمنځ د ستراتیژیکو او اقتصادي اړیکو پراختیا ده. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې هغه به اسلامآباد ته په سفر کې د ګډو ګټو یو شمېر تفاهم لیکونه هم لاسلیک کړي، خو جزئیاتیې نه دي ورکړي.






































