د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په یمن کې حوثي یاغیانو ته د استول کېدونکو وسلو له نیولو وروسته پر نړیوالو غږ کړی، چې باید د ایران پر ضد متحد شي. پمپیو دغه راز پر ایران د بندیزونو د لګولو پر دوام هم ټېنګار کړی دی. نوموړي پر خپل ټویټر د ایران د نیول شویو وسلو تصویر خپور کړی او لیکلي یې دي چې امریکا د بحري ځواکونو ۳۵۸ هغه وسلې نیولي چې په ایران کې جوړې شوي او په یمن کې حوثي یاغیانو ته لېږدول کېدې پمپیو لیکلي چې دا کار د دې ښکارندویي کوي چې ایران په نړۍ کې د تروریزم لوی ملاتړی دی هماغسې سرغړونې کوي. هغه پر نړیوالو غږ کړی، چې باید د ایران تاوتریخوالی رد او پر هغه هېواد د لګول شویو بندیزونو په دوام ټېنګار وکړي.






































