المان وایي ټرمپ غواړي امریکا عالي کړي خو نوره نړۍ ناامنه کوي. د المان د بهرنیو چارو وزیر د مونیخ په امنیتي کنفرانس کې او بیا تر هغه وروسته له خبریالانو سره د خبرو پر مهال ویلي چې د ځینو هېوادونو ترمنځ کشمکش او اقتصادي سیالۍ به نړۍ نا امنه کړي. شټاین مایر ویلي ټرمپ ددې نارې وهي چې امریکا به یو ځل بیا عالي کړي، خو په دې شعار یې اقتصادي سیالي پیل کړې ده او نړۍ ته زیان رسوي. نوموړي د ټرمپ دا شعار غندلی دی او په خبره یې ناسالم اقتصادي رقابتونه د بشریت او نړۍ لپاره ستر ګواښونه جوړوي. نوموړي پر نړیوالو غږ کړی چې د یو بل حقوقو ته درناوی وکړي او نړۍ په امن کور بدله کړي.






































