د المان په پلازمېنه برلین کې په یوه وسله واله پېښه کې یو تن وژل شوی او اووه نور ټپیان دي. المان خبري اژانس د برلین پولیسو له قوله ویلي، یو شمېر وسله والو د برلین په کرویټز برګ سیمه کې د ټیمپوډروم په نامه یو تالار کې پر ناستو کسانو ډزې کړې دي او دا مرګ ژوبله یې اړولې ده. د پولیسو په وینا ډزې کوونکي کسان د پېښې له ځایه په تېښته بریالي شوي خو دوی یې د لټون په موخه عملیاتو ته دوام ورکړی دی. راپورونه وایي د پېښې درېیو ټپیانو ځانونه خپله روغتون ته رسولي په داسې حال کې چې ګڼ شمېر پولیس هم د پېښې ځای ته رسېدلي وو. چارواکو د پېښې د علت او څرنګوالي په اړه تر اوسه څه نه دي.






































