د پنځو هېوادونو ديپلوماتانو له ایران غوښتي چې د ويشتل شوې الوتکې په اړه ژر تر ژره له دوی سره معلومات شریک کړي. د پنځو هېوادونو ديپلوماتانو په تازه اقدام کې په مونیخ کې د ایران د بهرنیو چارو له وزیر جواد ظریف سره کتلي دي. دوی له ظریف غوښتي چې د ویشتل شوې الوتکې تور بکس د لا ډېرو معلوماتو لپاره ورسره شریک کړي او دغه راز د الوتکې د سقوط په برخه کې د لا ډېرو پلټنو لپاره همکاري وکړي. د ایران د بهرنیو چارو وزیر بیا ژمنه کړې چې نړیوالو قوانینو ته په پام به په دې برخه کې همکاري کوي او په خبره یې ایران د هوایي چلند ټولو قوانینو ته ژمن او وضاحت ته تیار دی. دا پنځه هغه هېوادونه دي چې وګړي یې د ایران له لوري په وېشتل شوې الوتکه کې وژل شوي دي.






































