یوې پاکستانۍ محکمې د پښتون ژغورنې غورځنګ پر مشر منظور پښتین باندې د لګول شویو پنځو تورونو له ډلې، د وروستیو دوو هغو په برخه کې هم په ضمانت سره د هغه د خوشې کولو حکم ورکړی دی. فرانسې خبري اژانس د پښتین د مدافع وکیل، سعید اختر له قوله لیکلي، محکمې د سل زره پاکستاني کلدارو په ضمانت سره د نوموړي د ازادېدو حکم ورکړی دی. په ورته وخت کې راپورونه وایي، د دېره اسماعیل خان محکمې ته هم د منظور پښتین د خوشې کېدو حکم رسېدلی دی. پر منظور پښتین د پاکستاني حکومت پر ضد د څرګندونو تورونه پورې شوې دي. خو د یاد غورځنګ غړي محسن داوړ بیا ویلي وو، دوی ځکه د پاکستان د استخباراتي او پوځي ادارو نه خوښېږي چې په وینا یې، دوی د ترهګرۍ خلاف دي او په خپله خاوره امن غواړي.






































