ټرمپ به د امریکا په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې ناکامېږي. د امریکا د سنا مشرې نانسي پلوسي په خپله یوه تازه مرکه کې ویلي ټرمپ یو ناکام ولسمشر و او هغه په راتلونکو ټاکنو کې ناکامېږي. د نوموړې په خبره ملت ته د ټرمپ د وینا پر مهال یې ددې پلان نه درلود چې د هغه وینا څېرې کړي خو هغه یې ولوسته چې هېڅ پکې نه وو. د نوموړې په خبره د ټرمپ وینا بې مانا، بې ارزښته او هسې هوايي خبرې وې نو ځکه یې څېرې کړه. نانسي پلوسي همدا راز ویلي چې ټرمپ د امریکا لپاره یو اغېزناک ولسمشر نه و او ددې وخت دی چې په راتلونکو ټاکنو کې ناکام شي او پر ځای یې بل وړ کس د امریکا د ولسمشر په توګه دنده پيل کړي.






































