د ایران ولسمشر حسن روحاني ويلي، تهران به هېڅکله له متحده ایالتونو سره تر فشار لاندې او له کمزوري دریځ خبرې ونه کړي.
هغه ویلي: «د امریکا ټول هدف دا دی چې په حد اکثر فشار سره په داسې حال کې چې خلک له سختیو سره مخ دي، دولت (د ایران دولت) په کمزوري حالت کې د مذاکرې مېز ته کېني. دا هېڅ ممکنه نه ده. هېڅکله له کمزوري حالته خبرو ته نه ورسره کېنو.»
روحاني دا هم ویلي چې امریکا په تېرو کلونو کې هم د خبرو وړاندیز کړی او اوس یې هم کوي، خو د ده په خبره، دغه هېواد باید عادلانه شرایطو ته ور وګرځي، څو خبرې ممکنې شي.
نوموړي زیاته کړې، ایران به هغه وخت له امریکا سره خبرې وکړي چې دغه هېواد د ۲۰۱۵ ز کال اټومي تړون ته بېرته ور وګرځي.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ۲۰۱۸ ز کال کې له ایران سره د نړۍ د پیاوړو هېوادونو له اټومي تړونه ووت او پر دغه هېواد یې یوځل بیا سخت بندیزونه ولګول. د یادونې ده چې له ایران سره د نړۍ پیاوړو هېوادونو؛ امریکا، برېټانیا، فرانسې، جرمني، روسیې، چین او اروپايي ټولنې په ۲۰۱۵ ز کال کې اټومي تړون لاسلیک کړ چې له مخې یې ایران د بندیزونو د لرې کېدو او کمېدو په بدل کې د خپلو اټومي فعالیتونو د محدودولو ژمنه ورکړه.
ایران وروسته له هغې چې امریکا له دغه تړون ووته، یاد تړون ته ژمنتیا پرېښوده او بېرته یې د یورانیمو غني کولو پروګرام چټک کړ.
د یورانیمو غني کول د اټومي وسلو او بمونو په جوړولو کې کارول کېږي. د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ویلي چې د ۲۰۱۵ ز کال د اټومي تړون مادې په کافي اندازه سختې نه وې، څو د ایران د لرې واټن ویشتونکو راکټونو او اټومي وسلو د جوړېدو او پراختیا مخه ونیسي او تهران اړ کړي چې په منځني ختیځ کې د خپلو نیابتي ډلو له تمویله لاس واخلي.
امریکا بیا پر ایران د فشارونو پر دوام ټينګار کوي او وايي چې دغو فشارونو تر اوسه ښې پایلې ورکړې دي.
په ورته وخت کې د مونیخ په امنیتي کنفرانس کې هم روانه اونۍ د ایران او امریکا د کړکېچ پر سر تاوده بحثونه وشول.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپيو وویل چې امریکا په جدیت هڅه کړې چې په منځني ختیځ یا اروپا کې د ایران د تروریستي اقداماتو د پارونې لپاره دا هېواد له ډیپلوماتيکو سرچینو او مالي وړتیاوو محروم کړی.






































