امریکا له تېر کال راهیسې په منځني ختیځ کې شل زره سرتېري ځای پر ځای کړي دي. د پاپیولار ریزیسټنس په نامه یوه څېړنیزه وېبپاڼه وایي امریکا هڅه کوي له ایران سره د ستونزو په بهانه په منځني ختیځ کې خپل حضور زیات کړي. د سرچینې په خبره امریکا د ۲۰۱۹ کال له پسرلي راهیسې په منځني ختيځ کې شل زره نور سرتېري هم ځای پر ځای کړي او په شاوخوا کې یې خپلې نظامي اډې پیاوړې کړې دي. په مطلب کې راځي چې امریکا تل هڅه کوي د ترهګو او نړیوالو امنیتي ستونزو په بهانه د نړۍ په بېلو برخو کې خپل سرتېري او نظامي اډې ځای پر ځای کړي. یاده وېبپاڼه په منځني ختیځ کې د امریکایي عسکرو د ډېرېدو موخه د ایران تهدیدول یادوي او په خبره یې واشنګټن په دې هڅه کې دی چې پر تهران له هر لوري خپل فشارونه دوامداره وساتي.






































