ټایلنډي چارواکو تایید کړې ده چې د یاد هېواد په سوداګریز ښار بنکاک کې یو وسله وال کس دریېو کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده. د چارواکو په خبره، وسله وال کس د یاد ښار په له ګڼه ګوڼې ډکه سیمه کې د یو کلینیک پر کارکوونکو ډزې کړې دي چې له امله یې د یاد کلینیک یو تن کارکوونکی ځای پر ځای وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي. پولیس چارواکو ویلي، پېښه د شخصي ستونزې له امله رامنځته شوې خو دوی یې په اړه خپلې څېړنې پیل کړې دي. یو شمېر نورو سرچینو بیا ویلي چې وسله وال کس د پولیسو له لوري وژل شوی دی خو پولیسو ویلي، وسله وال له سیمې پښې سپکې کړې او دوی یې د لټون په موخه عملیات پیل کړي دي.






































