د چین روغتیایي ارګانونه وایي چې تېره ورځ چهارشنبه د ورځې تر پایه یوازې ۳۹۴ نوي کسان په دغه ناروغۍ اخته شوي دي. تر دې وړاندې تر ۲۰۰۰ ډېر کسان په ۲۴ ساعتونو کې پر کرونا ویروس اخته کېدل خو اوس دغه شمېره تر ټولو ټېټې کچې ته رسېدلې ده. له دې سره جوخت تر ۱۶۰ نور کسان هم ددغه ناروغۍ له امله وژل شوي دي. د چین حکومت ویلي چې له دغه ویروس سره ددوی مبارزه روانه ده او په دې برخه کې د هېچا مداخله نه مني. ددوی په خبره د قرنطین روانې لړۍ د کووید۱۹ ویروس د پراختیا په مخنیوي کې مهم اغېز کړی دی.






































