په المان کې په دوو بېلو وسله والو بریدونو کې اته کسه وژل شوي دي. د الماني رسنیو د راپورونو له مخې پښې د هانایو ښای په دوو بېلوسیمو کې شوې دي. وسله والو په یوه سیمه کې پنځه او په بله کې درې کسه په ډزو وژلي دي. تر اوسه د برید انګیزه نه ده روښانه شوې. پولیس وایي چې په دې اړه یې پلټڼې پیل کړې دي خو بریدګر په تېښته بریالي شوي دي. ویل کېږي چې په پېښه کې پنځه کسه ټپیان شوي هم دي.






































