ایران کې روغتیایي چارواکو ویلي، چې د کرونا، ناروغۍ له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۳۴ ته لوړ شوی دی. روغتیایي مسوولینو ویلي، چې په ایران کې د کرونا ناروغۍ ۳۸۸ مثبتې پېښې ثبت شوې دي. ویل کیږي چې مړه شوي کسان تر ډېره د زیات عمر لرونکي کسان دي. ایران په موقتي ډول ښوونځي، پوهنتونونه او نور د زده کړو مرکزونه تړلي او ټولې عامه غونډې یې لغوه کړي ترڅو ددغې ناروغۍ مخه ونیسي. په ایران کې د کرونا ویروس لومړۍ پېښه د قُم په ښار کې ثبت شوې وه.






































