ترکیه وايي، د روسیې ملاتړ لرونکي د سوریې پر حکومتي ځواکونو یې وروسته له هغې انتقامي بریدونه کړي چې په ادلب کې په هوايي بریدونو کې لږترلږه ۳۳ ترکي سرتېري ووژل شول. ناټو د دې کار له کبله دمشق او مسکو غندلي او او دا یې په سیمه کې له توپیر پرته ړنده بمباري بللې ده. د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارتباطاتو مسؤل فحریتین التون ویلي، چې د سوریې د رژیم پېژندل شوي اهداف له ځمکې او هوا تر بریدونو لاندې راغلي او دا به دوام وکړي. د ترکیې د انادولو خبري اژانس ویلي، د دې هېواد د بهرنیو چارو د وزیر مولود چاووش اوغلو له دې بریدونو وروسته د ناټو له عمومي منشي ینس سټولټنبرګ سره د ټیلیفون له لارې خبرې کړې دي. د ناټو یو ویاند ویلي چې په دې ټیلیفوني خبرو کې سټولټنبرګ دا په ادلب ولایت کې د سوریې د رژیم او روسي ملاتړو له خوا یې بې توپیره ړنده هوايي بمباري بللې او ترې یې غوښتي چې سمدستي دې دا عملیات ودروي، نړیوال قانون ته دې درناوی وکړي او د سوله ییزې حللارې لپاره دې بېرته د ملګرو ملتونو هڅو سره یوځای شي.






































