ترکي چارواکو ویلي چې د سوریې په ادلب کې د سوریې د رژیم ځواکونو په هوايي برید کې لږ تر لږه ۲۹ ترکي سرتیري وژل شوي دي. د ترکیې د هتای ولایت والي رحیم دوګان ویلي، پېښه په ادلب کې شوې او ډېری سرتیري هملته وژل شوي دي. ځینې راپورونه بیا د وژل شویو شمېر لوړ بولي. ترکیه اوس د سوریې د حکومتي ځواکونو په نښه کولو سره دې برید ته غبرګون ښيي. راپورونه وايي چې دې هېواد د سوري ځواکونو پر ځینونو هدفونو بریدونه کړي دي. ترکي ځواکونو پر سوریايي هدفونو له هغې وروسته بریدونه پیل کړي چې د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوغان له لوړپوړو امنیتي چارواکو سره په دې تړاو بېړنۍ غونډه وکړه. سوريايي ځواکونو چې د روسیې ملاتړ لري، هڅه کوي چې ادلب ښار له هغو وسله والو ونیسي چې د ترکیې ملاتړ لري.






































