ایران کې د کرونا، ناروغۍ له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۲۱۰ تنو ته لوړ شوی دی. روغتیايي سرچینو بي بي سي فارسي ته ویلي چې دا کسان د ایران په بېلابېلو ښارونو کې مړه شوي دي خو د ایران د عامې روغتیا وزارت ویاندې، کیانوش جهانپور دغه ارقام رد کړي دي. د تهران د روغتیا کمېټې یوې مشرې ناهيد اکرمي ویلي، چې په ایران کې له ۱۰ تر ۱۵ زرو کسان په کرونا، ناروغۍ اخته شوي دي. ایران په موقتي ډول ښوونځي، پوهنتونونه او نور د زده کړو مرکزونه تړلي او ټولې عامه غونډې یې لغوه کړي دي.






































