د پاکستان په جنوبي ایالت سند کې یو اورګاډی د مسافرو له یو بس سره ټکر کړی دی چې ۱۸ تنه په کې مړه شوي دي. په پېښه کې د چارواکو په وینا شاوخوا ۵۰ تنه نور ژوبل دي. پېښه تېره ورځ د سکهر په سیمه کې شوې ده. د غه اورګاډی له کراچۍ څخه لاهور ته روان و. د سکهر د کمېشنر مرستیال رانا عدیل ویلي، چې ښايي مرګ ژوبله نوره هم زیاته وي. د پاکستان د اور ګاډي د تنظیم ادارې یو چارواکي هم دا مرګ ژوبله تایید کړې ده.






































