د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي که ایران وغواړي له کرونا سره د مبارزې په برخه کې همکارۍ ته تیار دي. ټرمپ پرون په یوه خبري غونډه کې د خبرو پر مهال وویل، چې په ایران کې د کرونا خطرناکې ناروغۍ ډېرې پېښې ثبت شوې دي. دده په خبره امریکا له ایراني وګړو سره مرستې ته تیاره ده خو دوی دې یوازې له واشنګټن مرسته وغواړي. ټرمپ داسې مهال دغه څرګندونه کوي چې د کرونا له امله لومړنۍ مړینه په واشنګټن کې ثبت شوه. مړ شوی کس پنځوس کلن و خو معلومه نه ده چې ولې په دغه ناروغۍ اخته شوی و. هغه نه کوم هېواد ته سفر درلود او نه یې هم په کرونا له اخته کس سره لیدلي دي. امریکایي چارواکو دغه پېښه تایید کړې ده.






































