په امریکا کې د کرونا ویروس له کبله د یوه کس تر مړینې وروسته، د دغه هېواد ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، د نورو پېښو شونتیا شته، خو له خلکو یې غوښتي چې ونه وېرېږي.
د راپورونو له مخې، دا لومړنی کس دی چې په پلازمېنه واشنګټن کې د کرونا ویروس له کبله مړ شوی دی.
چارواکو ویلي، مړ شوي کس تر پنځوسو کلونو ډېر عمر درلود او له نږدې یوې میاشتې راپدېخوا له دې ناروغۍ کړېده.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، ښايي په دغه هېواد کې د کرونا نورې پېښې هم ثبت شي، خو په خبره یې، امریکا د هر ډول حالت کابو کولو ته چمتو ده.
دا په داسې حال کې ده چې د روغتیا نړیوال سازمان ويلي، تر اوسه پر کرونا (کووید -۱۹) ویروس د نړۍ په ۵۷ هېوادونو کې تر ۸۵ زرو ډېر کسان اخته شوي، چې شاوخوا ۳۰۰۰ یې مړه شوي دي.
پر دې وېروس د اخته کسانو او مړینې ډېرې پېښې په چین کې دي، چې د تېر ۲۰۱۹ ز کال په وروستیو کې دا ویروس پکې پیدا شو.
د امریکا سیمه ییزو روغتیايي چارواکو ویلي، پر کرونا ویروس اخته کس د واشنګټن ایالت په کېنګ سیمه کې مړ شوی او دغه کس هېڅ هغو سیمو ته سفر نه و کړی، چې د کرونا ویروس د خطر کچه پکې لوړه ده.
په ورته وخت کې د واشنګټن والي جې انسلي په دغه ایالت کې د نویو پېښو په غبرګون کې بېړنی حالت اعلان کړی دی.
مخکې تر دې د امریکا دولت اعلان کړی و چې څو ورځې دمخه ایران ته تللی هېڅ کس بېرته امریکا ته سفر نه شي کولی.
د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پېنس دا خبره په سپینه ماڼۍ کې په یوه خبري غونډه کې وکړه. ده له ډونالډ ټرمپ او نورو دولتي چارواکو سره په دغه هېواد کې د کرونا ویروس د خپرېدو په اړه وروستي جزییات شریکول.
پېنس ویلي، پر ایراني مسافرو په بندیزونو کې ټول هغه بهرني وګړي هم شامل دي چې په تېرو څو ورځو کې یې دغه هېواد ته سفر کړی وي.
پېنس دغه راز پر خپلو وګړو غږ کړی چې د اېټالیا ځینو سیمو او سویلي کوریا ته چې د کرونا ویروس پکې زیات خپور شوی، له سفره ډډه وکړي.






































