وروسته له هغه چې د ترکیې ولسمشر له خپل هېواد اروپا ته د کډوالو پر اوښتلو بندیز لرې کړل لسګونه زره دغه ډول کډوال له ترکیې وتلي او اروپایي هېوادونو ته ځانونه رسوي. د ترکیې د کورنیو چارو وزیر ویلي چې تر دې دمه ۷۶زره کډوال د ترکیې له خاورې وتلي او ځانونه یې اروپايي هېوادونو ته رسولي دي. بلخوا اروپایي ټولنې بیا ویلي چې د خپلو پولو د امنیت لپاره به په هر ډول اقداماتو لاس پورې کړي. دوی له یونان سره همکارۍ ډېرې کړې دي چې د کډوالو د ورتګ مخه ونیسي. په ورته وخت کې یونان بیا وایي چې په وروستیو ساعتونو کې یې لس زره کډوال په شا تمبولي دي او ددوی پر وړاندې به درېږي.






































