په امریکا کې دکرونا ویروس له امله د وژل شوو شمېر شپږو کسانو ته لوړ شوی دی. امریکايي روغتیايي کارکوونکي وايي پرته له دې چې څوک متوجه شي له څلورو اونیو راهیسې کرونا په امریکا کې خپره شوې ده او ددې احتمال شته چې ۱۵۰۰ کسان ورباندې اخته شوي وي. تر اوسه شپږ امریکایان دغه ویروس وژلي دي. بلخوا د روغتیا نړیوال سازمان له هېوادونو غوښتي چې ددغه ویروس د پراختیا پر وړاندې د مبارزې لپاره دې هر اړخیز او مهم ګامونه اوچت کړي. دغه سازمان ایران ته هم د سل زره کسانو د شخصي خوندیتوب لومړنۍ مرستې رسولې دي. د روغتیا نړیوال سازمان هم کرونا د نړیوالو لپاره ستر ګواښ یاد کړی دی.






































