ورونا ویروس په عربي هېوادونو کې هم خپور شوی دی. په سعودي عربستان، اردون، قطر او مراکش کې په دغه ویروس د اخته کېدو پېښې ثبت شوې دي. په سعودي عربستان کې د روغتیا وزارت ویلي، په دې هېواد کې په کورونا وېروس اخته یو کس ثبت شوی، چې ویل کېږي تونسي دی او له ایټالیا ورغلی دی. ځینې رپوټونه وايي، چې په کورونا اخته دغه کس له ایرانه د بحرین له لارې سعودي ته تللی دی. د اردن د روغتیا وزارت هم ویلي، چې په کورونا وېروس یو اخته اردنی وګړی له ایټالیا ورغلی، خو وايي یو بل کس یې قرنطین کړی دی. په مراکش کې چارواکو ویلي، په کورونا وېروس یو اخته کس یې تشخیص کړی، چې دا هم له ایټالیا هلته ورغلی دی. په قطر کې بیا د کرونا اووه پېښې ثبت شوې دي.






































