د روغتیا نړیوال سازمان وایي د کرونا ویروس پر وړاندې د مبارزې اقدامات ګټور دي خو لا پراختیا ته اړتیا لري. ددغه سازمان مشر په یوه خبري غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي چې په ټوله نړۍ کې د کرونا ویروس د پراختیا او کنټرول بهیر څاري. د سرچینې په خبره د نړیوالو له لوري ددغه ویروس پر وړاندې مبارزه ګټوره ده خو دوی هیله لري چې دغه اقدامات لا قوي، پراخ او اغېزناک شي. د روغتیا نړیوال سازمان وایي نړیوال باید ددغه ویروس پر وړاندې یو لاس شي ځکه دا هر هېواد ته ګواښ پېښولی شي. د روغتیا نړیوال سازمان له ځينو هېوادونو لکه ایران سره هم همکارۍ پیل کړې دي او تازه یې د ویروسونو د متخصیصین او د سل زر کسانو د شخصي خوندیتوب لومړني وسایل ایران ته استولي دي. په افغانستان کې هم د کرونا مشکوکې پېښې ثبت شوې خو یوه پکې مثبته راختلې ده.






































