د امریکا مرستیال ولسمشر وایي چې تر راتلونکي دوبي پورې به د کرونا ضد درمل د استفادې وړ و ګرځي. مایک پینس په واشنګټن کې له خبریالانو سره د خبرو پر مهال ویلي چې په امریکا کې هم د کرونا ویروس ګڼې مثبتې پېښې ثبت شوې دي. دده په خبره د امریکا روغتیایي کارکوونکي هڅه کوي ددغه ویروس د درملنې او پر وړاندې د مبارزې لپاره اړینې لارې چارې رامنځ ته کړي. ده زیاته کړې ددغه ویروس د ضد درملو او واکسینو پر جوړولو کار روان دی او تمه ده چې تر راتلونکي دوبي پورې د استفادې وړ وګرځي. تر دې وړاندې چين هم د کرونا ضد واکسین او درمل د جوړولو خبر ورکړی و خو تر اوسه متخصیصین بریالي شوي نه دي چې ددغه ویروس ضد درمل تولید کړي.






































