د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان، سره کتلي چې د سوریې په ادلب ولایت کې د مسکو او انقرې ترمنځ رامنځ ته شوی کړکېچ راکم شي. پوتین د اردوغان سره په گډ خبري کنفرانس کې ویلي، چې د سوریې په ادلب ولایت کې بد وضعیت زور اخیستی او د روسیې او ترکیې د مشرانو مستقیمو خبرو ته اړتیا ده. اردوغان هیله څرگنده کړې چې دغه لیدنه چې د پوتین په نوښت شوې په ادلب کې د تاوتریخوالي د کمېدو او د اوربند د رامنځ ته کېدو سبب شي او د روسیې او ترکیې د مخامخ کېدو مخنیوی وکړي. په دې وروستیو اونیو کې ترکي پوځیانو په ادلب کې د حکومت ضد ځواکونو په ملاتړ پوځي عملیات کړي او تر اوسه د بشارالاسد د ملاتړو ځواکونو سره په جگړه کې د ترکیې څه دپاسه ٦٠ سرتیري وژل شوي دي.






































