ايراني رسنیو ویلي، په سوریه کې د ایران پخوانی سفیر حسین شیخ الاسلام او د قضاییه قوې مرستیال مشر علي خلفي د کرونا وېروس له کبله مړه شوي. همدارنګه، د ایران پارلمان کې یوه استازې فاطمه رهبر هم د دې وېروس له کبله بېهوښۍ کې ده. وړاندې ایراني رسنیو په سوریه کې د ایران د پخواني سفیر او د ایران د بهرنیو چارو د وزیر محمد جواد ظریف پخواني سلاکار حسین شیخ الاسلام د مړینې خبر هم خپور کړی و چې ویل کېدل په کرونا وېروس اخته شوی و. د ایران اسلامي معارف مدرسو په نامه سازمان د عامه اړیکو مشر احمد خسروي هم د کرونا وېروس له کبله مړ شوی و.






































