د روغتیا نړیوال سازمان وايي د کرونا ویروس تر دې دمه شاوخوا ۳۳۰۰ کسان مړه کړي او ۹۸۰۰۰ نور پرې اخته دي. د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې له چین پرته په نورو هېوادونو کې هم دا ویروس خورا زیات خپور شوی او ډېر کسان پرې اخته شوي دي. په چین کې په تازه پېښو کې ۱۴۳ نور کسان هم په دغه ویروس اخته شوي دي. په دغه هېواد کې ډېر ناروغان له روغتونونو رخصت شوي دي او په یو شمېر سیمو کې کاروبار بېرته عادي بڼه غوره کړې. په ایران او ایټالیا کې هم ددغې ناروغۍ له ویرې ښوونځي تړل شوي دي. تر دې دمه په ټولې نړۍ کې شاوخوا ۹۸۰۰۰ کسان په دغه ویروس اخته شوي دي او ۳۳۰۰ نور مړه شوي دي.






































