د روغتيا نړيوال سازمان عمومي مدير تدروس ادهانوم غيبريسوس څو ورځې مخکې په يوه خبري ناسته کې وويل، چې د ویروس د خپرېدو له کبله، نور هېوادونه بدنامول ښه خبره نه ده، بدنامي زموږ ستر دښمن دی. دا چې نوی کرونا ويروس لومړی په چين کې پيدا شوی، نو اوس یې ځینې خلک پړه پر چین و اچوي. ځېنو لوېديځو خبري رسنيو بې دليله نوي کرونا ويروس ته د چين ويروس نوم ورکوي.
د امريکا ځېنو سياستوالو ويلي چې دغه ويروس يو ډول بيلوژيکي کيمياوي وسيله ده او د وو هان له ازمويښتۍ خونې څخه راغلی دی. نو د چين په مقابل کې اوس بدنامۍ او دروغ زيات شوي دي. د امريکا د فوکس ټلويزيون يو وياند څو ورځې مخکې هوايي خبره وکړه چې نوی کرونا ويروس له چين څخه رامنځته شوی، نو له چينايانو څخه يې وغوښتل چې بښنه وغواړي. موږ بايد له دغه وياند څخه پوښتنه وکړو چې په ۲۰۰۹م کال کې د H1N1 ويروس له امريکا څخه ۲۱۴ هېوادونو او سيمو ته خپور شو او له دې امله په ټوله نړۍ کې کابو درې لکه کسان مړه شول. هغه وخت کومې خوا له امريکا غوښتي وو چې بښنه وغواړي؟
اوس د نوي کرونا ويروس د سرچينې په اړه دقيق معلومات نه شته، چين د هغو هېوادونو په شان زيانمن شوی هېواد دی چې نوی کرونا ويروس په کې خپور شوی دی. چين د دغه ويروس د وقايې او کنترول په هکله ډېر پوره، جدي او اغيزمن تدبيرونه نيولي دي، د چين کارونه نه يوازې د خپلو خلکو د سر او ژوند امنيت، بلکې د نړيوالې عامې روغتيا امنيت ساتي. نوی کرونا ويروس د بشريت ګډ دښمن دی او سرچينه يې لا نه ده پيدا شوې. يووالی او همکاري د دغه ويروس د وقايې او کنټرول لپاره ډېره غښتلې وسيله ده، بشريت دې د ساينس او علم له لارې بې علمه کړو وړو ته ماتې ورکړي.