د سوریې ولسمشر بشارالاسد له خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین سره په ټلیفوني خبرو کې له پوتین څخه د سوریې د مرکزي حکومت د ملاتړ له امله مننه کړې او د سوریې په ادلیب ولایت کې يې د اوربند لپاره د روسیې او ترکیې د وروستۍ هوکړې ملاتړ وکړ. پوتین ویلي، چې ولسمشر اسد ډاډ ورکړی چې له ترکیې سره تړون به په ادلیب کې د ثبات لامل شي. دتېرې پنجشنبې په ورځ د روسیې او ترکیې ولسمشرانو هوکړه وکړه چې د سوریې په شمال ختیځ ادلیب ولایت کې اوربند وکړي.






































