پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې ورښتونه د پاکستان په پنجاب ایالت او دغه راز د پښتونخوا په ځينو سیمو کې شوي دي. په پښتونخوا کې د ورښت له امله د یوه کور چت راپرېوتی او د یوې کورنۍ اووه غړي یې وژلي دي. ورښتونو پنځلس کسه نور هم ټپیان کړي دي. د ورښتونو له امله سیندونو ته نږدې سیمو کې سیلابونه هم راوتي دي چې خلک یې زیانمن کړي دي. همدارنګه خبري سرچینې زیاتوي چې، باران د پاکستان په ځینو برخو کې زیاتې ستونزې جوړې کړې او په لارو د خلکو تګ راتګ ستونزمن شوی. هر کال په پاکستان کې په ځينو برخو کې سخت ورښتونه کېږي چې له امله یې سیلابونه راوځي او خلکو ته تلفات اړوي.






































